د نايجريا پوځ د اپرېل په شپږمې نېټې خبر ورکړی، چې په تېرو دوو اوونيو کې يې د هېواد د شمال په پوځي عملياتو کې ۵۳ وسله وال وژلي، ۵۹ کسان يې نيولي او ۱۱۸ تښتول شوي ملکيان يې ترې ازاد کړي دي.
د نايجريا په شمال ختيځو سیمو کې د بوکو الحرم (ISWAP) په نوم تندلارو ډلو پاتې شوني لاهم ډېر فعال ياديږي.
د بوکو الحرم ډلې پر جوړېدو لسیزه اوښتې او وخت ناوخت د نايجريا پر ځينو سيمو او ګاونډيو هېوادونو بريدونه کوي.
(غاټول)