ولسمشر شي جين پينګ له فرانسوي سيال سره د همکاريو په پياوړتيا ټينگار وکړ
CMG2023/04/07 15:22:24
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اپریل په ۶مه نېټه په بېجینګ کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره يو ځای د چین او فرانسې د تصدیو خاوندانو کمېټې د ۵مې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون کړی و.

رئیس شي جين پينګ په یادو مراسمو کې په اشارې وویل، اوس په نړۍ کې ژور او پېچلي بدلونونه رامنځته کېږي. چین او فرانسې د ستونزو او ننګونو سره سره پر رښتیني څواړخیزم ټينګار کړی، د ازادې سوداګرۍ او د اقتصاد د نړیوال کېدو پر سم لوري يې ټينګار کړی چې د دوه اړخیزې اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ لپاره يې ډېر حیاتي ځواک برابر کړی دی. د چین او فرانسې ترمنځ سوداګریزه اندازه او یو په بل کې مستقیمې پانګونې په دې وروستیو کلونو کې پر له پسې زیاتې شوې، د زرغون مصرف، دوامدارې انرژۍ او تخنیکي نوښت په برخو کې د دواړو خواوو همکارۍ هم مخ په پراخېدو دي.

شي جين پينګ وویل، د چین او فرانسې اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ هڅولی او د دواړو هېوادونو د خلکو ګټې يې زیاتې کړې، بلکې د نړیوال اقتصاد د بیااحیا لپاره يې باور پیاوړی کړی دی. اوس د چین د اقتصاد او ټولنې حیاتي ځواک پوره ښکاري، د چین او فرانسې، د چین او اروپا په بېلا بېلو ساحو کې ډیالوګ او همکارۍ په هراړخیزه توګه پیل شوې، موږ باید د ګټور فرصت په کارولو سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو او ښه راتلونکې په ګډه جوړ کړو.

شي جين پينګ په اشارې وویل، چین او فرانسه باید پر ورخلاصون او ټولشموليت ټینګار وکړي څو خپلمنځي همکارۍ لا نورې ژورې شي. چین به د کورني بازار د پوره استعمال لپاره کوښښونه وکړي، او په عین وخت کې به د لوړې سویې ورخلاصون او پرانیستنې ترسره کړي. چین غواړي د فرانسې په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره ګټور فرصتونه شریک کړي. چین د فرانسې له تصدیو څخه ملاتړ کوي چې د چین د نړیوال وارداتي نندارتون، د چین د نړیوالې خدماتي سوداګرۍ نندارتون، د چین د مصرفي توکو نړیوال نندارتون په شمول د زياتو صحنو په ښه کارولو سره د چین په بازار کې نور زیات فعال رول ولوبوي او د زرغون پرمختګ، ډیجيټلي اقتصاد او نوښتگرو چارو په شمول برخو کې له اړوندو چیني شرکتونو سره همکارۍ لا نورې پياوړې کړي.

رئیس شي جين پينګ پر دې ټینګار وکړ، چې چین او فرانسه باید پر خپلواکو تګلارو ټينګار وکړي او د چین او اروپا ګډې ګټې دې وساتي. چین او اروپا د نړۍ د څوقطبی کېدو دوه عمده هڅوونکي ځواکونه دي، او پراخې ستراتېژيکې ګډې نظریې، ګډې ګټې او  ژور همکاریز بنسټ لري. د چین او اروپا همکارۍ د اسیا او اروپا دواړو وچو په سمسورتیا او د نړیوال نظم په ثبات پورې اړه لري. اوس بشري ټولنه له بې ساري ننګونو سره مخ ده، د بېلا بېلو خواوو ترمنځ همکارۍ او همغږۍ د دغو ننګونو د لرې کولو یوازینۍ لار ده.

ولسمشر ایمانویل مکرون وویل، چې له رئیس شي جين پينګ سره مې د چین او فرانسې ترمنځ د یو لړ مهمو همکاریزو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کړی. دواړه هېوادونه د خپلمنځي همکاریزو اړیکو په ټینګښت کې پوره اعتماد لري او له نړیوالو ننګونو سره د مقابلې ګډې دندې پر غاړه اخلي. همکارۍ باید د ګډو ګټو پر بنسټ عملي شي، له ستونزو څخه تېرېدونکي دوستي، رښتينې دوستي ګڼل کېږي. فرانسه د همکاریزو اړیکو له پرېکون سره مخالفت کوي او غواړي نور ثابت او پرانیستې تولیدي ځنځیر جوړ کړي. فرانسه غواړي له چین سره د متقابل درناوي او دوستانه ډیالوګ پر بنسټ یو د بل توپیرونه ټولشموله کړي او خپلمنځي هراړخیزې ستراتيژيکې اړیکې نورې هم ژورې کړي چې په بېلا بېلو برخو کې لا مهم بریالیتوبونه تر لاسه کړي.