د ترکيې او روسیې د بهرنيو چارو وزيرانو سره وکتل
CMG2023/04/08 11:42:32
شريکول:

د روسیې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ميولوټ چاوشګلو په بلنه د اپرېل له۶مې تر۷ مې نېټې پورې له ترکيې څخه ليدنه وکړه او دواړو وزيرانو د اپرېل په ۷مه نېټه د ترکيې په پلازمېنه انقره کې خبرې اترې تر سره کړې.

دواړو وزيرانو د اوکراين د حالاتو، نړيوالو او سيمه ايزو تودو مسئلو، د تور سمندر په بندر کې د کرهنيزو توليداتو د لېږلو د تړون په شمول، پر یو لړ موضوعاتو خبرې اترې وکړې او ورپسې يې يوه ګډه خبري ناسته تر سره کړه.

چاوشګلو وويل، موږ غواړو د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د روسیې او اوکراين ترمنځ د جګړې د ژر تر ژره ختمولو په چارو کې  مرسته وکړو . ترکيه تل له روسیې او اوکراين سره همغږي ساتي.

سيرګي لاوروف پر لويديځو هېوادونو انتقاد وکړ، چې د روسیې د کرهنيزو توليداتو او کيمياوي سرې  د صادراتو  پر وړاندې خنډونه جوړوي.