فرانسې له چينه کانتينر وړونکې بېړۍ اخلي
CMG2023/04/08 11:38:07
شريکول:

د فرانسې (CMA-CGM) شرکت چې د فرانسې لومړی او د نړۍ درېیم لوی کانتينر ليږدونکی شرکت بلل کېږي، د اپريل په شپږمې نېټې په بېجينګ کې د چين د بېړيو جوړولو له دولتي شرکت (CSSC) سره تړون لاسليک کړ، چې له مخې به يې له دغه شرکت نه د دوو ډولونو ۱۶ کانتينر وړونکې بېړۍ واخلي.

د معلوماتو له مخې، د ياد تړون ارزښت له ۲۱ مليارډو يوانو(څه باندې ۳۰ ميليارډ ډالرو) څخه اوښتی او د چين د بېړيو جوړولو په چارو کې تر ټولو لوی تړون بلل کېږي.

شننونکي پدې باور دي، چې د نړيوال اقتصاد د ناثابتو عواملو د زياتوالي په حال کې، د چين د اقتصاد چټک پرمختګ، د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته د پرمختګ نوي فرصتونه برابروي.