چين او فرانسې ګډه اعلاميه خپره کړه
CMG2023/04/08 10:54:20
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د اپرېل له ۵ مې تر ۷ مې نېټې پورې له چين څخه رسمي لېدنه وکړه او دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګ بنسټ او د خلکو دوستۍ ته بيا کتنه وکړه او د دوه اړخيزو اړيکو، د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو او لويو او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يې د نظريو تبادله وکړه. دواړو خواوو همدارنګه يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او له دې لارې يې غښتي چې د ۲۰۱۸ م او ۲۰۱۹م کال د ګډو اعلاميو پربنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو لپاره نوې زمينه برابره کړي او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو لپاره نوی خوځنده ځواک ومومي.

د دغې اعلاميې له مخې، چين او فرانسه به خپلمنځي سياسي خبرې پیاوړې کړي او متقابل سياسي اعتماد به زيات کړي، د نړيوالې سولې او ټيکاو لپاره به ګډ کار وکړي، خپلمنځي اقتصادي اړیکو ته به وده ورکړي، کلتوري اړيکې او د پروسونل تبادلې به بيا پيل کړي او همدارنګه له نړيوالو ننګونو سره به ګډه مقابله وکړي.