د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين اقتصادي ګراف لوړ شوی
CMG2023/04/08 10:58:02
شريکول:

د چين د خلکو بانک په دې وروستيو کې په شاو خوا ۳۲۰۰ بانکونو او څه باندې ۵۰۰۰ صنعتي تصديو کې یوه سروې تر سره کړه. د دغه سروې په نتيجه کې راغلي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د صنعتګرانو د عمومي اقتصاد د فعالېدو ګراف ۳۳اعشاريه ۸سلنې ته  رسېدلی، چې د تېرې ربعې په پرتله ۱۰اعشاريه ۳سلنه زيات شوی، دغه راز د بانکدارانو د عمومي اقتصاد د فعالېدو ګراف ۴۰اعشاريه ۲سلنې ته رسېدلی، چې د تېرې ربعې په پرتله ۲۲اعشاريه ۸سلنه زيات شوی.

سروې ښيي چې د چين د اقتصاد د بيا احيا کېدو بهير ښه تمايل ساتي او د کريډېت اړتياوې په ښکاره ډول زياتې شوي دي. دغه راز په روانه ربعه کې د کريډېت د عمومي وړتياوو ګراف ۷۸اعشاريه ۴سلنې ته  رسېدلی، چې د تېرې ربعې په پرتله ۱۹سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶اعشاريه ۱سلنه زيات شوی دی.