له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په هکله د سپينې ماڼۍ راپور ناندرۍ راپارولي
CMG2023/04/08 13:10:20
شريکول:

د امريکا سپينې ماڼۍ د اپرېل په ۶مه نېټه يو راپور په ډاګه کړ او په دغه راپور کې د ۲۰۲۱ م کال په اګست کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په وخت کې د امريکايي حکومت تګلارې يادې شوې او پر دې باندې نيوکه  شوې، چې په هغه وخت کې رامنځته شوې ګډوډۍ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له حکومت سره  ټینګ تړاو درلود. جمهوري غوښتونکي ګوند پر دغه راپور سخت انتقاد وکړ او پر اوسني حکومت يې نيوکه  وکړه، چې خپل مسئوليت پر نورو اچوي.

د اې پي خبري اژانس په شمول خبري رسنيو خبر  ورکړ، چې دغه راپور درېيم لوري نه، بلکې د امريکا د امنيت ملي کمېټې جوړ کړی او اوسنی ولسمشر او د ډيموکرات ګوند غړی جوبايډن  پکې لاس لري. په دغه راپور کې د ټرمپ پر حکومت انتقاد  شوی، چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په وخت کې یې کافي تياريانې نه  وې نیولې. ولسمشر جوبايډن له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د ايستلو په چارو کې د ټرمپ د حکومت لخوا په جوړ شويو شرايطو کې محدود و.

دغه راز په راپور کې راغلي، چې د امريکا حکومت د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه نېټه د کابل په هوايي ډګر کې د داعش د ترهګريز بريد  په مخنیوي کې پاتې راغلی. بايډن څو ځلې له خپلو ځواکونو څخه پوښتنه  کړې، چې د کابل له هوايي ډګر څخه په وتلو کې اضافي مرسته غواړي که نه، خو جګ پوړي نظامي مشر د بايډن پوښتنې  ته منفي ځواب ورکړی  او دا نظر يې درلود، چې له ترهګريزو ډلو سره د مقابلې پوره توان یې درلود، خو په دغه بريد کې څه باندې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امريکايي سرتيري ووژل شول.

ډونالډ ټرمپ په خبري رسنيو کې د دغه راپور په اړه د بايډن پر حکومت نيوکه  کړې، چې نوي جعلي  معلومات خپروي، ترڅو په افغانستان کې د دوی د نامسئولانه تسليمولو  پړه پر نورو واچوي.