د امريکا سي اېن اېن د اپرېل په ۷ مې نېټې يوه سروې خپره کړه، چې له مخې يې ٪ ۷۰ امريکايان د خپل هېواد اقتصادي وضعيت خراب بولي او نيمه سروې منونکي خپل اقتصادي وضعيت د تېر کال په نسبت خراب بولي.
دغه سروې همدارنګه ښيي، چې ډېری امريکايان د دغه هېواد د راتلونکي کال له اقتصادي ودې خوشبين نه دي او يوازې ٪ ۳۹ سروې منونکي پدې باور دي، چې د راتلونکي کال اقتصادي وده به ښه شي.
برسېره پردې، د امريکا د مورګان شرکت اجرائيه رئيس جامي ديمون د اپرېل په ۶ مې نېټې له سي اېن اېن سره د مرکې پر مهال وويل، د امريکا د سيليکون والي بانک (Silicon Valley Bank) او سيګناټور بانک (Signature Bank) تړل کېدل د اقتصادي بحران سبب شوي او له دې امله د دغه هېواد د اقتصاد د غورځېدو امکانات زيات شوي دي.