د برازيل ولسمشر لولا د اپرېل په شپږمې نېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې هېواد به يې د مې له شپږمې نېټې څخه د جنوبي امريکايي هېوادونو له ټولنې (يوناسور) سره بيا يوځای شي.
د جنوبي امريکايي هېوادونو ټولنه د ۲۰۰۸م کال په مې مياشت کې جوړه شوې او په لومړيو کې يې ۱۲ غړي هېوادونه ( بوليویا، کلمبيا،اکوادور، پېرو، وينزويلا، ارجنټاين، برازيل، يوراګوای، پاراګوای، چيلي، ګويان اوسورينام) درلودل. له ۲۰۱۸م کال وروسته د ارجنټاين او برازیل په ګډون ۸ هېوادونه له دغې ټولنې څخه ووتل.