شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره غير رسمي ملاقات وکړ
CMG2023/04/08 15:00:27
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اپرېل په اوومه نېټه د چين د ګوانګ دونګ ولايت په ګوانګ جو ښار کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره غیر رسمي ملاقات وکړ. شي جين پینګ له ګوانګ جو ښار د مکرون د ليدنې تود هر کلی  وکړ  او  ویې ویل،  چې هغه خوشحاله دی له ولسمشر مکرون سره بيا  ګوري.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې  په اشارې ويلي، که څوک د اوسني چين په باب معلومات وغواړي، نو بايد تر هرڅه لومړی د دغه هېواد د تاریخ مطالعه وکړي. ګوانګ جو ښار پخوا د چین د ډيموکراتيک انقلاب د پيلېدو ځای و او اوس د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې تر نورو ښارونو مخکې دی. شي جين پينګ وويل، څه باندې زر کاله دمخه ګوانګ جو د ورېښمو د سمندري لارو يو پيل و، څه باندې سل کاله د مخه د چین پرمختيايي دروازه دلته نړيوالو ته خلاصه شوه او څلوېښت کاله دمخه د ځانګړې اقتصادي سيمې ابادي هم دلته شروع شوه. اوس د ګوانګ جو ښاروالۍ د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو سيمو ترمنځ د خليج د لويې سيمې په ابادۍ لاس پورې کوي او په دوامداره توګه يې د باکيفيته پرمختګ په برخه کې لارښوونکی رول لوبولی دی.

رئيس شي جين پینګ مکرون ته د چيني شکله عصري کېدو بهير ځانګړنه او کليدي محتوا معرفي کړه او ويې ويل، چې د چين حکومت د چيني شکله عصري کېدو بهير د پرمخبېولو لپاره هلې ځلې کوي. همدا د چين د خصوصيت لرونکي سوسياليزم د عصري کېدنې تیوريکي سيستم دی، چې د ورخلاصون، اصلاحاتو، نوښت او پرمختګ په برخه کې جوړ شوی او نه يوازې د عصري کېدو له معمولي اصولو سره سمون لري، بلکې خپله ځانګړنه هم لري. هغه وويل،مونږ د چين پر راتلونکي پرمختګ باور لرو او هيله ده، چې فرانسه به په فعاله توګه د ګونګ جو معاملوي غونډې، د شانګهای نړيوال وارداتي نندارتون او د چين د خدماتي سوداګرۍ په معاملوي غونډه کې ګډون وکړي او د چين په بازار کې پراخه سوداګريزه لار ومومي.

مکرون په خپلو خبرو کې  وویل، واقعي دوستي د متقابل تفاهم او درناوي پر بنسټ ده. فرانسه د چين هغه کړنه ستايي، چې تل يې د ده د هېواد او اروپا خپلواکۍ ، يووالي او وحدت د ساتلو په برخه کې ورڅخه ملاتړ کړی او کوي يې. هغوی غواړي، چې د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا په شمول د کليدي ګټو په ساتلو کې يو بل ته درناوی ولري، له چین سره ګډې تخنیکي او صنعتي همکارۍ پياوړې کړي، يو د بل بازارونه خلاص کړي او د مصنوعي ځيرکتيا په شمول برخو کې ګدې تخنيکي همکارۍ هم ژورې کړي، تر څو ګډ پرمختګ او سمسورتيا ومومي.

شي جين پينګ له مکرون سره د ماښامي ډوډۍ وخوړله او د اوکراين کړکېچ په هکله د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب يې ور سره د نظريو تبادله وکړه. شي جين پينګ دې ته په اشارې وويل، چې د اوکراين کړکېچ لامل ډېر پېچلی دی، خو که دوام ولري، نو د اړوندو خواوو لپاره به ګټوره نه وي. هغه وويل، اوربند د اړوندو خواوو او ګردې نړې له ګټو سره سمون لري او د دې کړکېچ د سياسي حل وفصل يوازينۍ سمه لار ده. چين د خپلو ګټو لپاره د دغې مسئلې د حل هڅه نه ده کړې، بلکې پدې مسئله کې يې عادلانه رويه غوره کړې ده. اړوندې خواوې دې خپل مسؤليت پر غاړه واخلي او په يوه لوري دې ګامونه پورته کړي، ترڅو د دې مسئلې د حل وفصل لپاره زمينه برابره کړي. شي جين پينګ هيله وښوده چې فرانسه د دې بحران د حل لپاره مشخصه لايحه جوړه کړي او ويې ویل چې هېواد به يې په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

مکرون هم پر دې  موافقه وکړه، چې د اوکراين بحران د سياسي حل وفصل په ترڅ کې دې د بېلا بېلو خواوو ګټو ته پاملرنه وشي. فرانسه په نړۍ کې د چين اغېزې ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، چې له چين سره ګډې همکارۍ پياوړې کړي او د دې بحران د ژر حل لپاره ګډې هڅې وکړي.

د کتنې په پای کې رئيس شي جين پينګ  وویل، په تېرو دوو ورځو کې مو په بېجينګ او ګوانګ جو ښارونو کې د نظريو باکيفيته تبادلې وکړې، چې متقابل تفاهم او باور مو لا ټينګ شو او د دواړو خواوو راتلونکي همکاريز لوری هم روښانه شو. هغه وويل، خوشحاله يم، چې د چين او فرانسې، د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو او د ډېرو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله در سره ورته نظرونه لرم او غواړم، چې د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو همکاريو د هر اړخيزو اړيکو د لاپرمختګ لپاره در سره نژدې په تماس  کې وم.