د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياندې جو فنګ ليان د اپريل په اوومې نېټې د دغه دفتر په مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې چين به حتماً د ملي وحدت موخې ته ورسېږي او دا موخه به يې هرومرو پوره کېږي. هغې وويل، مونږ به د تايوان هرډول جلاغوښتونکو فعاليتونو ته هېڅ ډول فرصت ورنه کړو او ځوابي اقدامات به هرومرو غوره کوو، څو د تايوان په چارو کې هره بهرنۍ مداخله او له چينه د تايوان د هر ډول جلاغوښتونکې کړنه شنډه کړو او خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا وساتو.
جو فنګ ليان له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې د يوه چين پېژندنې اصل او د چين او امريکا ترمنځ درې ګډې اعلاميې مراعات کړي.
نوموړې وويل، مونږ څوځلې امريکا ته د تايوان د مشرې څای ينګ ون د ترانزيت په اړه دريځ څرګند کړی دی. د څای ينګ ون کړنې ښيي، چې هغه پر امريکا د ترانزيت په بهانه پر دغه هېواد تکيه او له چين څخه د تايوان د جلا کولو هڅه کوي.