د سعودي عربستان پلاوی تهران ته رسیدلی
CMG2023/04/09 13:29:54
شريکول:

د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت يو پلاوی پر ځايي وخت د اپرېل په اتمې نېټې د ايران پلازمينې تهران ته رسېدلی او غړو يې د ايران د بهرنيو چارو وزارت له تشريفاتي چارواکو سره د دواړو خواوو د سفارتونو د بيا پرانيستنې په اړه بحثونه کړي دي.

د سعودي عربستان پلاوي له ايران څخه د هرکلي او ميلمه پالنې مننه کړې ده.

ايراني چارواکو ويلي، چې په تهران کې به د سعودي عربستان د پلاوي د ټولو کارونو لپاره اړينې زمينې برابرې کړي.

د ايران خبري رسنيو تهران ته د سعودي عربستان د پلاوي د سفر موخه دا ښودلې، چې له ايراني چارواکو سره په تهران کې د سعودي سفارت د سفارت او په مشهد کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ د بيا پرانيستنې پر چارو بحث وکړي.