بېجينګ: چين د کرونا ويروس د رېښې د لټون په اړه پر علمي رويې ټينګار لري
CMG2023/04/09 11:31:07
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپرېل د اتمې نېټې په ماسښپين په يوې خبري ناستې کې د کرونا ويروس د رېښې د لټون په اړه معلومات خپاره کړي او مسؤلينو يې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

د چين د ناروغيو د وقايې او کنټرول ملي ادارې مرستيال شن هونګ بينګ په دغې خبري ناستې کې خبريالانو ته د کرونا ويروس د رېښې د لټون په برخه کې د چين د درې کلنو کارونو او هڅو عمده معلومات ورکړي دي.

نوموړي ويلي، چين د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې د دغه ويروس د رېښې د لټون په اړه پر علمي رويې ټينګار کړی، له روغتيا نړيوال سازمان سره يې فعالې راکړې ورکړې او همکارۍ کړي او په ابتکاري ډول يې نوموړي سازمان ته بلنه ورکړې، چې د کرونا ويروس د رېښې د لټون په پار چين ته د کارپوهانو ډله وليږي.

 د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ډلې دوه ځلې چين ته سفر وکړ او له چيني کارپوهانو سره يې په وو هان کې د لومړي پړاو اړوندې څېړنې تر سره او راپور يې خپور کړ.

 دغه راپور د برخوالو چيني او بهرنيو کارپوهانو او روغتيا نړيوال سازمان له خوا منل شوی دی. چين د لومړي پړاو په ګډو څېړنو کې دغې ډلې ته د هغه وخت ټول تر لاسه شوي معلومات وړاندې کړي او هيڅ پېښه، نمونه او يا د څېړنې پايله يې ترې نه ده پټه کړې.

چين د لومړي پړاو د ګډو څېړنو پر بنسټ د ويروس د رېښې لټون ګامونه پای ته نه دي رسولي، بلکې لا هم  هراړخيزې علمي څېړنې کوي او پايلې او لاسته راوړنې يې په راپورونو کې روغتيا نړيوال سازمان ته وړاندې کړي او يا هم په لېکنيزې بڼې له نړيوالو کارپوهانو او ساينسپوهانو سره شريک کړي دي.  په ګڼ شمېر څېړنو کې د لومړي پړاو د ګډو څېړنو پايله تائيد شوې ده.

د چين د ناروغيو د وقايې او کنټرول مرکز څېړوونکې جو لې يادې ناستې ته ويلي، د چين ساينسپوهانو په وو هان کې د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو له ډلې سره د ګډو څېړنو په بهير کې پر علمي، پرانيستي، عيني او شفاف اصل ټينګار کړی او ټول معلومات يې ورسره شريک کړي او د ګډو څېړنو نتيجه يې د نړيوالو کارپوهانو له خوا منل شوې ده.

د نوموړي په وينا،که څوک غواړي پر دغو کارونو يې بې بسنټه انتقادونه وکړي او يا د لومړي پړاو د ګډو څېړنو نتيجه ونه مني، نو د روغتيا نړيوال سازمان اعتبار به زيانمن کړي.