د جنوبي افريقا د اسيايي او برېکس چارو ځانګړي استازي انيل سوکلال د اپرېل په اتمې نېټې د چين ميډيا ګروپ خبريال ته د دې خبر پخلی کړی، چې د برېکس هېوادونو ټول مشران به په راتلونکي اګست کې په جنوبي افريقا کې د دغه سازمان په سرمشريزې کې ګډون وکړي.
نوموړي ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رمافوسا بلنې تر لاسه کړي او د نه ګډون رويه يې نه ده ښودلې.
جنوبي افريقا اوس د دغې هراړخيزې سرمشريزې په مقدماتي چارو بوخته ده.