د چين سوداګرۍ وزارت تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د دغه هېواد د خدمتي چارو د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه ۹۶۹ ميليارډه او ۵۸۰ ميليونو يوانو ته رسيدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱،۷ سلنه زياتوالی ښيي.
د چين په خدمتي سوداګرۍ کې د پوهنې متمرکزو چارو ونډه لوړه شوې ده. د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين د پوهنې متمرکزو چارو د صادراتو او وارداتو ارزښت ۴۰۶ مېليارډه او ۹۲۰ ميليونو يوانو ته رسيدلی او د دغه هېواد د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو په عمومي اندازې کې يې ۴۲ سلنه نيولې ده.
د چين د سيلانيزو خدمتونو سوداګري هم بيا سمسوره شوې او د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې يې د سيلانيزو خدمتونو د صادراتو او وارداتو ارزښت ۲۰۹ ميليارډه او ۴۳۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مياشتو په پرتلو ۳۹،۸ سلنه زياتوالی ښيي.