خبري رسنۍ: د روسيې او اوکراين ترمنځ په شخړې کې د امريکا لاسوهنه تر تصور لوړه ده
CMG2023/04/09 14:53:14
شريکول:

د امريکا نيويارک ټايمز له څو ورځو راهيسې مسلسل خبرونه ورکوي، چې د ټويټر په شمول زياتو ټولنيزو رسنيو کې د امريکايي ځواکونو شکمن پټ او سري سندونه افشا شوي دي.

په دغو سندونو کې د روسيې او اوکراين تر منځ په شخړې کې د اوکرايني ځواکونو د وضعيت، د وسلو او تجهيزاتو د ترتياتو، جنګي نقشې او د روسي او اوکرايني ځواکونو د مرګژوبلې په اړه معلومات شامل دي، حتی پر ځينو سندونو د (( لوړ اسرار)) نښې لګېدلې دي.

د دغې پېښې ښکيلې خواوې د اپرېل تر ۷مې نېټې په دې اړه د نظريو يووالي ته نه دي رسيدلي، چې وښيي دغه سندونه رښتيني او يا  جعلي دي.

 د امريکا عدليې وزارت د دغو سندونو په اړه د څېړنو د پيل اعلان کړی او د اوکراين حکومت يوه اړونده لوړ پوړې بېړنۍ غونډه تر سره کړې ده.

د امريکا خبري رسنۍ وايي، که دغه سندونه حقيقت ولري، دا به په ډاګه کړي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ په شخړې کې د واشنګټن د لاسوهنې کچه او د استخباراتو د برابرولو په برخه کې له اوکراين سره د واشنګټن مرستې د پخوانيو په پرتله ډېرې زياتې دي.