د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د چين ټرانسپورټي چارو کې زياتوالی راغلی
CMG2023/04/09 13:32:14
شريکول:

د چين د اوسپنيزو لارو ګروپ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې، د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د دغه هېواد ټرانسپورټي چارو چټک پرمختګ کړی او د اقتصادي احيا لپاره يې قوي ملاتړ برابر کړی دی.

د روان کال په لومړۍ ربع کې، د چين په اورګاډيو کې د مسافرو شمېر ۷۵۳ ميليونو تنه ښودل شوی، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۶ سلنه زياتوالی ښيي او په مارچ کې هره ورځ د دغه هېواد په اورګاډيو کې د مسافرو منځنی شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۷۱ سلنه زيات شوی او د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې له اندازې سره برابر ښودل شوی دی.

د روان کال په لومړۍ ربع کې، د چين د رېل پټلۍ له لارې ۹۷۰ ميليونه ټنه مالونه انتقال شوي، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲،۳ سلنه زياتوالی ښيي.