د ماليزيا صدراعظم انور ابراهيم له چين ميډيا ګروپ سره مرکه وکړه
CMG2023/04/09 15:07:15
شريکول:

د ماليزيا صدارعظم انور ابراهيم د مارچ له ۲۹مې څخه د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې د بو او د اسيايي فورم په کلنۍ غونډې کې د ګډون په پار چين ته تللی او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه کړې ده.

 نوموړي په بېجينګ کې له چين ميډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکې کې ويلي، چې هغه د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره په لېدنې کې د ماليزيا او چين د ګډ برخليک ټولنې د ګډې ابادۍ، سوداګرۍ، پانګونې، د وګړو د روزنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو زياتو همکاريزو فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي له شي جين پينګ سره په لېدنې کې ويلي، چې هغه د ماليزيا د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو راهيسې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې کړې دي او په وينا يې، چين په دې برخه کې بې سارې بريالۍ تجربې لري او هوډ يې ښودلی له چين څخه دغه تجربې زده او خپل هېواد ته يې انتقال کړي. 

انور له چين ميډيا ګروپ سره په خبرو کې د نړيوال تمدن پېشنهاد ستاينه کړې او بېلا بېل هېوادونه يې د انساني کور غړي بللي دي. نوموړي د ساينس او ټېکنالوژۍ چارو ته د سياسي رنګ له ورکولو سره مخالفت ښودلی او ويلي يې دي، چې علمي او ټېکنالوژيک پرمختګ ګواښ او د نورو د کنټرول وسيله نه ده.