د چين ازادي بښوونکې اردو د ختيځې سیمې جګړه ييزو ځواکونو د اپرېل په ۹مې نېټې د تايوان ټاپو په شاوخوا کې د جنګي چمتوالي پر له پسې ګزموي سفرونه او ګډ پوځي تمرینونه تر سره کړي دي.
د ختيځې سیمې بېلا بېلو جګړه ييزو ځواکونو د ګډ جنګ لارښوونکي مرکز په حکم د تايوان ټاپو او اړوندو سمندرګيو پر هدفونو د بريد تمرينونه تر سره کړي دي.
د چين د ازادي بښوونکې اردو د ختيځې سیمې جګړه ييزو ځواکونو مطبوعاتي وياند شه يي خبري رسنيو ته ويلي، چې د چين د ازادي بښوونکې اردو له پلان سره سم، د اپرېل له ۸مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې، په تايوان تنګي، د تایوان ټاپو په شمال، جنوب او ختيځ سمندر او هوايي قلمرو کې د جنګي چمتوالي ګزموي سفرونه او تمرينونه تر سره کړي دي.