د اسرائیل ملي دفاع وزارت د اپرېل د ۹مې نېټې په سهار وختي په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو یې د سوريې په جنوب کې پر ځينو هدفونو توغنديز بريدونه کړي دي.
اعلاميه وايي، چې وسله والو د سوریې له جنوبي سیمو څخه د ګولان لوړې په لور شپږ توغندي توغولي او اسرائيلي ځواکونو يې په ځواب کې د سوریې پر جنوبي سیمو بريدونه کړي دي.
اعلاميه وايي، چې وسله والو د روانې مياشتې د ۸مې نېټې په شپې او د ۹مې نېټې په سهار وختي د سوريې له جنوب څخه د ګولان لوړې په لور شپږ توغندي توغولي دي.
د سوريې حکومت د روانې میاشتې په ۹مې نېټې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې نېټې په سهار وختي د ګولان له لوړو څخه د سوريې په جنوبي سیمو توغنديز بريدونه کړي، چې زياتره يې د سوريې د هوايي دفاعي سيسټم له لوري شنډ شوي او څو يې پر ځينو تاسیساتو لګيدلي او ويجاړ کړي يې دي.