جاپانيانو سمندر ته د اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د خوشې کولو ضد لاريون کړی
CMG2023/04/10 14:53:16
شريکول:

د جاپان په پلازمېنې توکيو کې ګڼ شمېر خلکو د اپرېل په ۹مې نېټې لاريون ترسره کړی او د دغه هېواد د حکومت له هغه پلان سره يې مخالفت څرګند ښودلی، چې غواړي د اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه سمندر ته خوشې کړي.

لاريونوالو له امنيتي تضمين او خونديتوب پرته سمندر ته د اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو خوشې کول غير مسئولانه بللی او پر حکومت يې غږ کړی، چې دغه کړنه به یې نه يوازې جاپانيانو، بلکې د نړيوالو لپاره به هم روغتيايي مسئلې راپورته کړي.