د سعودي د مذاکراتو پلاوی له حوثي ډلې سره د اوربند په پار يمن ته رسېدلی
CMG2023/04/10 10:25:29
شريکول:

د يمن حوثي وسلوالې ډلې د اپرېل په ۹مې نېټې ويلي، چې د سعودي عربستان يو پلاوی تېره ورځ د يمن پلازمېنې صنعا ته رسيدلی او غواړي، د اوربند په پار مذاکرات ورسره وکړي.

د حوثي وسلوالو تر کنټرول لاندې المسيره ټلويزيون د اپرېل په ۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د سعودي عربستان د خبرو اترو يو پلاوی او د عمان چارواکي صنعا ته رسېدلي دي.

خبر وايي، چې د سعودي پلاوی او عماني چارواکي به د حوثي ډلې له لوړ پوړي چارواکي مهدي مشاط سره وګوري او د اوربند د هغه تړون د تمديدولو په اړه به ورسره بحث وکړي، چې د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر پای ته رسېدلی دی.  

د يمن د شخړې ښکېلو خواوو د ۲۰۲۲م کال په لومړيو میاشتو کې هوکړه کړې وه، چې د همغه کال د اپرېل له ۲مې نېټې څخه به يوازې د ۲ میاشتو لپاره اوربند کوي، خو وروسته يې ياده هوکړه دوه ځلې تمديد کړه او د تېر کال د اکتوبر په ۲مې نېټې پای ته ورسېده او له وخت راهیسې يې بیا پر اوربند هوکړه نه ده کړې.