په امريکا کې بل اورګاډی هم له رېل پټلۍ اوښتی
CMG2023/04/10 14:55:52
شريکول:

د امريکا د نورفولک ساودترن شرکت د اپرېل په ۸مې نېټې خبر ورکړی، چې يو بار وړونکی اورګاډی يې په الاباما ايالت کې له ريل پټلۍ څخه اوښتی او چپه شوی دی.

خبر وايي، چې په پېښې کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې، خو په اورګاډي کې بار ډیزل او تېل بهيدلي او دوه کارکوونکي يې د انجن خونې کې د لنډمهال لپاره بند پاتې و.

 د امريکا د نورفولک ساودترن شرکت د روانې مياشتې په ۹مې نېټې ويلي، چې په ياد اورګاډي کې يې زهرجن توکي نه و بار کړي.

خبر زياتوي، چې د اورګاډي ټول واګونونه له ريل پټلۍ څخه انتقال شوي او کارکوونکي يې په دوامدار ډول ډيزل او انجن اويل پاکوي.