د جاپان لخوا د ذروي ککړو اوبو د ايستنې پلان له پراخ مخالفت سره مخ دی
CMG2023/04/10 15:02:07
شريکول:

د کوریا جمهوریت د مينجو ګوند د ځينو پارلماني غړو لخوا جوړ شوی پلاوی چې موخه يې د جاپان په فوکوشيما سیمه کې د ذروي ککړو اوبو له ایستنې سره مخالفت دی، څو ورځې مخکې له جاپان څخه لیدنه وکړه او سمندر ته د ذروي ککړو اوبو پر ایستنې يې اندېښنه وښوده.

د کوریا جمهوریت د یاد پلاوي یوې غړې د اپریل په ۹مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، یاد پلاوی د روانې میاشتې له ۶مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې له جاپان څخه د لیدنې په موده کې د توکیو برېښنايي شرکت ته د ذروي ککړتیاوو د اړوندو مالوماتو د وړاندې کولو غوښتنلیک ورکړ، دغه پلاوی فوکوشيما سیمې ته تللی و او له ځینو ځايي شورا غړو او اوسېدونکو سره يې مخامخ خبرې کړې دي.

نوموړې په اشارې وویل، چې له جاپان څخه د یاد پلاوي لیدنې د جاپاني رسنیو ډېرې پاملرنې جلب کړې او سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستنې په اړه اندېښنې يې هم د جاپاني رسنیو لخوا پوره خپرې شوې دي. دغه پلاوي پر دې ټينګار وکړ چې د کوریا جمهوریت او جاپان د خلکو خوندیتوب باید پوره تضمین شي او پلان يې دا وښود چې د مشورې یو اړوند نړیوال ميکانيزم به جوړ کړي. د دغه پلاوي غړو د جاپان له ځينو پارلماني غړو سره اړوندې خبرې اترې وکړې او پرېکړه يې وکړه چې په روانه میاشت کې د جاپان تر سیمه ییزو ټاکنو وروسته بیا خبرې اترې وکړي.

د یاد پلاوي نورو غړو وویل، دوی جاپان ته د سفر په ترڅ کې دا ولیدل چې د جاپان په دننه کې سمندر ته د ذروي ککړو اوبو له ایستنې سره پراخ مخالف غږونه پورته کېږي. دوی په اشارې وویل، چې کوریا جمهوریت باید په دې فعالې او رڼې څېړنې وکړي او د دې مسئلې په اړوندو مشورو کې دې د وګړو رښتينی غږ منعکس کړي.

د جاپان په پلازمینه توکیو کې د اپریل په ۹مه نېټه ځايي وګړو لاریون وکړ چې سمندر ته د فوکوشيما سیمې د ذروي ککړو اوبو د ایستلو له پلان سره يې مخالفت ښودلی. لاریون کوونکو وویل، سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو پلان کافي علمي دلیل نه لري. دوی د جاپاني حکومت لخوا د دغه پلان له پرمخ بېولو سره نارضایت څرګند کړ.

لاریون ترتیب کوونکي په سړک کې یوه سروې تر سره کړې او په یوه ساعت کې ۱۱ تنه پکې برخه وال شوي، له دې جملې څخه ۱۰ تنو له یاد پلان سره مخالفت ښودلی دی. له دې څخه ښکاري چې زیاتره جاپاني وگړي له دغه پلان سره مخالفه رویه غوره کوي.

ځینو لاریون کوونکو په جلا جلا توګه وویل، چې د خوندیتوب له تضمین پرته په کلکه اراده ذروي ککړې اوبه سمندر ته ایستل نامسئولانه عمل دی او هرومرو به د جاپان او ګاونډيو هېوادونو د وګړو پر روغتیا به منفي اغېز وکړي.

یوې مېرمن وویل، سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستنې له امله به د وګړو روغتیا او سمندري چاپېریال زيانمن شي، که څه هم دغه ککړې اوبه تر یوې اندازې پورې تصفيه شوې دي، خو ساینسپوهانو ویلي چې په اوبو کې راډیواکټیو مواد نه شي پوره پاک کېدای، نوموړې زياته کړه: د اولادونو روغتیا ته مې ډېرې اندېښنې لرم.

یو نارینه لاریون کوونکي وویل، د جاپان حکومت سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو پلان د پرمخ بېولو تر څنګ د فوکوشيما د ذروي برېښناکوټ تر پېښې وروسته ښه چلند نه دی کړی، دا د منلو وړ نه ده. د فوکوشيما سیمې اوسېدونکي نورو ځایونو ته کډه شوي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي. خو حکومت هېڅ اغېزناک تدبیرونه نه دي نیولي. د جاپان حکومت باید د دې مسئلې د حل لپاره یوه لایحه وټاکي چې د هېوادونو لخوا هم ومنل شي.