په نايجريا کې د يو بريد له امله ۳۶ کسان وژل شوي
CMG2023/04/10 14:43:14
شريکول:

د نايجريا يوه چارواکي د اپرېل په ۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې وسله والو کسانو د روانې میاشتې په ۷مې نېټې د دغه هېواد په منځ بېنيو ايالت کې پر ملکي وګړو برید کړی، چې له امله يې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي دي.

د نایجريا د بېنيو ايالت مشر په ياد بريد کې وژل شوي کسان کورني کډوال ياد کړي او په وينا یې، دغو کډوالو په يوه ښوونځي کې پناه اخيستې وه.