امريکا د روسيې او اوکراين ترمنځ په شخړې کې لاسوهنه او نورو هیوادونو ته پټه غوږ نيونه کوي
CMG2023/04/11 10:50:46
شريکول:

د امريکا نيويارک ټايمز خبر ورکړی، چې په ټولنيزو رسنيو کې د امريکايي ځواکونو شکمن پټ او سري سندونه ډاګيز شوي دي.

په دغو سندونو کې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې په اړه نوي استخبارات او هم د امريکا د استخباراتي ادارې لخوا د کوريا جمهوريت حکومت د لوړ پوړو مامورينو د پټې اورېدنې معلومات شامل دي.

دغه سندونه ښیې، چې د امريکا تر فشار لاندې د کوریا جمهوریت حکومت په دې اړه بحثونه کړي، چې ایا اوکراین ته وسلې برابرې کړي او که نه؟.

سي اېن اېن د ځينو امریکایي چارواکو په قول خبر ورکړی، چې د دغو سندونو يوه برخه حقيقت لري او د خپلو مهمو ملګرو هېوادونو لکه د کوریا جمهوریت، اسرائیل او اوکراین په ګډون د امريکا د څار کچه ډاګيزه کړې ده.