د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټې ښار کې د اپرېل په لسمې نېټې چاودنه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
د کوټې د پوليسو ادارې يوه لوړ پوړي چارواکي خبريالانو ته ويلي، چې په وژل شويو وګړو کې ۲ پوليس او ۲ عام وګړي شامل دي. ټپيان روغتون ته ليږدول شوي، خو د دوو ټپيانو وضعيت نازک ښودل شوی دی.
د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شريف په همدې ورځ يوې اعلاميې کې د دغه بريد سخته غندنه کړې او له اړوندو ادارو يې غوښتي، چې تر وسې پورې د ټپيانو درملنه وکړي.