د سعودي او ایران ترمنځ د سوله ییز تړون تر جوړېدو وروسته په منځني ختيځ کې رامنځته شوي فعال بدلونونه
CMG2023/04/11 15:20:58
شريکول:

د اپرېل په لسمې نېټې په بېجینګ کې د سعودي عربستان او ایران د سوله ییز تړون لاسلیک یوه میاشت پوره شوه. له يوې میاشت راهيسې د یاد سوله ییز تړون د لاسلیک په سبب په منځني ختیځ کې د خبرو اترو او تګ راتګ ډېر فعال بدلونونه رامنځته شوي دي.

د روانې میاشتې په ۶مه نېټه، د سعودي او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په بېجینګ کې سره وکتل او د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکو د بیا پيل اعلان یې وکړ. بیا وروسته د سعودي ډیپلوماتیک پلاوی په ۸مه نېټه تهران ته لاړ او له ایراني ډیپلوماتانو سره يې د سفارتونو د بیا پرانیستلو پر طرزالعمل بحثونه وکړل. دغو دواړو هېوادونو په بېجینګ کې د موافقه شوي مهالوېش او لار نقشې له مخې د خپلمنځي اړیکو د ښه والي ګامونه پورته کړي دي.

سعودي عربستان او ایران د منځني ختیځ دوه لوی هېوادونه دي او د دواړو خواوو اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ډېرې ترینګلې شوې وې. اوس دوی د چین په همغږۍ خپلمنځي اړیکې بیا د ښه والي په لوري عیارې کړې. دغه مثال يې د سیمې د پرتو هېوادونو ترمنځ د توپیرونو د سوله ییز حل لپاره یوه مهمه نمونه جوړه کړې ده. په تېره یوه میاشت کې د منځني ختيځ هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او ډیالوګ ډېر زیات شوی او د اړیکو د ښه والي تمایل يې څرګند دی.

د بېلګې په توګه، د یمن وضعیت کې د ارامېدو تمایل ښکاره شوی. د سعودي او عمان یو ګډ پلاوی د اپریل په ۸مه نېټه د یمن پلازمینه صنعا ته ورسېد څو د حوثي ډلې سره د اوربند خبرې اترې ترسره کړي. اټکل کېږي چې د یمن جګړه چې ۸ کاله یې دوام کړی، د پای ته رسېدو امکان ومومي. حوثي ډلې په ۲۰۱۴م کال کې په نظامي عملیاتو د یمن پلازمینه صنعا ونیوله. سعودي عربستان په ۲۰۱۵م کال کې د ځينو هېوادونو په مشرۍ ائتلافي ځواک جوړ کړی و او له حوثی ډلې سره يې جګړه پيل کړه. له دې امله چې ایران د حوثي ډلې ملاتړ کوونکی بلل کېده، نو د یمن دغه جګړه هم د سعودي او ایران ترمنځ تاوتریخوالی او سیالي ګڼل کېږي.

اوس د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د سیاسي اړیکو په بیا عادي کېدو سره د یمن سوله ییز بهیر هم له مهم فرصت سره مخ دی. که د یمن جګړه د خبرو اترو له لارې پای ته ورسېږي، نو دا په منځني ختيځ کې د شخړې د سیاسي حل یوه بله بریالۍ نمونه به وګرځي.

سربېره پر دې، سعودي عربستان په تېر مارچ کې له سوریې سره یو د بل سفارتونو د بیا پرانیستلو په اړه موافقه کړې ده. بلخوا د مصر او ترکیې اړیکې هم د ښه والي په لوري روانې شوې دي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د تېر مارچ په درېيمه لسیزه کې په قاهره کې سره وکتل او دا له لسیزو راهیسې د ترکيې د وزیر په کچه چارواکي پر لومړي ځل مصر ته سفر وکړ. دواړو خواوو اعلان وکړ، چې په مناسب وخت کې به خپلمنځي اړیکې د سفیر په درجه ډيپلوماتیکې اړیکې ته عادي کړي.

د منځني ختيځ وضعیت ډېر پېچلی دی، اوس د ډېرو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي تمایل ستر ارزښت لري. د شنونکي په اند، دغه حالت د دننه او بهرنیو عواملو په اثر نتیجه ده. د منځني ختيځ په دننه کې خلک له جګړې ستړي دي او سوله غواړي. د بهرني لامل له لحاظه، واشنګټن په دې وروستیو کلونو کې خپلې پاملرنې او سرچینې له منځني ختيځ څخه ایستلې او په نوره اسیا کې يې ځای پر ځای کړې دي، په دې سره د منځني ختيځ هېوادونو د ستراتيژيکې خپلواکۍ د ګټلو نظريې ډېرې پیاوړې شوې او غواړي خپل برخلیک په خپله وټاکي او کنټرول کړي.

چین تل پر سوله ییز پرمختګ ټينګار کړی او دا ادعا يې د منځني ختيځ له غوښتنې سره سمون لري، ویل کېږي چې د چین همغږۍ او منځګړیتوب په منځني ختيځ کې د جوړ جاړي هڅوونکی رول لوبولی دی.