د يمن حکومت د سعودي عربستان او حوثي وسلوالو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو هرکلی کړی
CMG2023/04/11 10:41:03
شريکول:

د يمن حکومت د اپرېل په لسمې نېټې په يوې اعلاميې کې د سعودي عربستان د پلاوي او حوثي وسوالو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو هرکلی کړی دی.

په اعلاميې کې ويل شوي، چې د يمن حکومت د سعودي عربستان او حوثي وسلوالو ترمنځ ډيپلوماتيکو هڅو ته خوشبين دی او هيله مندي پکې ښودل شوې، چې دغه خبرې اترې به يې مثبتې پايلې ولري.

اعلاميه زياتوي، د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له بيا پيل وروسته د يمن پر وړاندې د سولې د رامنځته کېدو امکان تر پخوا بل هر وخت ډېر شوی دی.

د حوثي وسلوالو لوړ پوړي چارواکي مهدي مشاط د اپرېل په نهمې نېټې د يمن په پلازمينې صنعا کې د سعودي عربسان له سفير محمد الجابر سره کتلي دي. دواړو خواوو د هغه اوربند د تمدید په اړه بحثونه کړي، چې د اعتبار موده يې د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې پای ته رسيدلې ده.