د چين د مصرفي توکو درېيم نړيوال نندارتون پرانيستل شو
CMG2023/04/11 10:34:56
شريکول:

د چين د مصرفي توکو درېيم نړيوال نندارتون د اپرېل په لسمې نېټې د های نان ولايت په های کو ښار کې پرانيستل شو.

دغه نندارتون به د مصارفو د احيا او لوړوالي لپاره اغېزمن رول ولوبوي او د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته به د چيني بازار د شريکولو فرصتونه برابر کړي.

د مالوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې تر ۳ زرو زيات چيني او بهرني مصرفي برنډونه او د ۳۵ هېوادونو او سيمو تر ۲ زرو زيات پېرودونکي سوداګر ګډون لري.

د چين د ياد نندارتون په لومړۍ او دوهمې دورې کې تر ۷۰ زرو زياتو پېرودونکو سوداګرو او مسلکي نندارچيانو ګډون کړی و او د نويو توليداتو د خپرېدو ۳۱۵ فعاليتونه تر سره او تر ۱۱۰۰ زيات نوي ډوله توليدات پکې نندارې ته وړاندې شوي وو.