شي جين پينګ له ګوانګ دونګ ولایت څخه لېدنه پېل کړه
CMG2023/04/11 15:49:03
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د اپرېل په ۱۰مې نېټې له ګوانګ دونګ څخه لېدنه پیل کړې ده.

نوموړي د ګوانګ دونګ ولايت په جان جیانګ ښار کې د سمندري توکو  د ۸۶۳ نمبر پروژې له اډې، سرې ځنګلي سیمې، د اوبو سرچینې د ترتيب له پروژې څخه لیدنې وکړې او اړوندو سيمه ييزو چارواکو د سمندري کبانو د چارو، د سور ځنګل د ساتنې، د ټرانسپورټي بنسټیزو تاسیساتو د کیفیت د لوړېدو او د اوبو سرچېنو د اغېزناک استعمال په اړه مالومات ورکړي دي.

(هیله)