د امريکا د کينټاکي ايالت په لويسوېلي ښار کې د اپرېل د لسمې نېټې په سهار د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې، د بريدګر په شمول ۵ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۹ تنه نور ټپيان شوي دي او په ټپيانو کې د
۳ کسانو وضعيت سخت ښودل شوی دی.
پوليسو ويلي، چې دغه پېښه د لويسوېلي ښار په مرکزې سيمې کې شوې ده.
د پېښې بريدګر ۲۳ کلن سپين پوستی نارينه او د بانک کارکوونکی و.
د لويسوېلي ښار پوليس د پېښې ځای ته رسیدلي او په بريدګر يې ډزې کړې دي.
بريدګر وژل شوی، خو تراوسه مالومه نه ده، چې هغه د پولیسو په ډزو وژل شوی او که خپله يې ځانوژنه کړې ده.
پوليسو ويلي، چې په ټپيانو کې دوه پوليس هم شامل دي او د يوه حالت يې نازک ښودلی دی.