تهران: له سعودي د ډیپلوماتیکو اړیکو اعاده کېدل به په سیمه ییزو همکاریو اغېز ولري
CMG2023/04/11 15:32:18
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د اپرېل په لسمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د ايران او سعودي عربستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو اعاده کېدل به پر سيمه ييزو همکاريو مثبت اغېز ولري او د سيمه ييزې سولې، ثبات او امنيت سره به مرسته وکړي.

کنعاني تېره ورځ یوې خبري غونډې ته ويلي، چې سیمه ييزو هېوادونو او نړيوالو ټولنو د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د اعاده کېدو موافقې هرکلی کړی دی.

نوموړي ويلي، چې د ايران او سعودي ترمنځ د اړیکو ښه والی او بیا رغونه به پر منځني ختيځ  او نورو سيمو مثبتې اغیزې ولري او په وينا يې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو بيا پېليدل به د سيمې له سولې، ثبات او امنيت سره مرسته وکړي او د دواړو هېوادونو په ګډون د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې به هم پياوړې کړي.

سعودي عربستان او ايران په ۲۰۱۶م کال کې خپلمنځي ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې وې.

دواړو هېوادونو د تېر مارچ له ۶مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د چين په منځګړيتوب په بېجينګ کې خبرې اترې وکړې او د خپلمنځي اړيکو بيا جوړونې ته يې لاره پرانېسته.

 درې واړو خواوو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او د سعودي عربستان او ايران د ډيپلوماتيکو اړيکو د بياپېلېدو اعلان يې وکړ. (ژباړه: شکريه)