د کوريا جمهوريت تر ټولو غير واکمن ګوند: حکومت بايد د امريکا د پټې اورېدنې ضد غوڅ ګامونه پورته کړي
CMG2023/04/11 15:12:46
شريکول:

د کوريا جمهوريت تر ټولو غير واکمن مينجو ګوند د اپرېل په لسمې نېټې له حکومت څخه غوښتي، چې د دغه هېواد پر حکومت د امريکې د استخبارتي ادارې د پټې اورېدنې په پار واشينګټن ته سخت احتجاج وکړي او په اړه دې يې هر اړخيزې پلټنې وکړي.

د دغه هېواد په پارلمان کې د ياد ګوند مشر پارک هوينګ ګن په همدې ورځ د دغه ګوند د لوړ پوړې کمېټې غونډې ته ويلي، که د امريکې د استخبارتي ادارې د پټې اورېدنې په اړه د خبري رسنيو راپورونه حقيقت ولري، نو دا به د کوريا جمهوريت پر ملي حاکميت څرګند تېری او په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ باوري اړيکې به ويجاړې کړي.

پارک هوينګ ګن ويلي، چې د کوريا جمهوريت حکومت د دې پېښې په اړه پرېکنده ګامونه نه دي پورته کړي او يوازې يې پر سلا مشورې تکيه کړې ده.

نوموړي له حکومته دا هم غوښتي، چې د دې پېښې د روښانولو په پار ځانګړې غونډه ترسره شي.