د فرانسې ولسمشر: اروپا باید پر امريکې تکيه کمه کړي
CMG2023/04/11 14:59:21
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په دې وروستيو کې خبري رسنيو ته ويلي، چې اروپا باید پر امريکې خپله تکيه کمه کړي.

ايمانويل ماکرون له چين څخه د رسمي لېدنې په بهير کې د فرانسې او امريکا له دوو ورځپاڼو سره د مرکې په ترڅ کې يادې څرګندونې وکړې.

ماکرون ويلي، چې اروپا د وسلو په برخه کې پر امريکې تکیه لري او په خبره يې، اروپا باید د خپل دفاعي صنعت پراختیا ته وده ورکړي او په دې برخه کې باید اروپا خپل واحد معيارونه ولري.

ماکرون زياته کړې، چې اروپا د انرژۍ د عرضې په برخه کې هم پر امريکې ډیره تکیه لري او اړينه يې بللې، چې اروپا باید د انرژۍ سرچینې زياتې او د اټومي او بيا کاروونکې انرژۍ پراختیا ګړندۍ کړي.