د چين او جاپان د سمندري چارو د لوړ پوړو سلامشورو ميکانيزم پنځلسمه غونډه د اپرېل په لسمې نېټې د جاپان په پلازمينې توکيو کې تر سره شوې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د سرحدي او سمندري چارو ادارې مشر هونګ ليانګ او د جاپان د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او اوقيانوس ادارې مشر فوناکوشي تاکيهيرو په ګډه د دغې غونډې مشري کړې ده.
دواړو خواوو عمومي ناسته او د سمندري دفاعي چارو، د سمندر د قوانين اجراييوي چارو او امنیت او سمندري اقتصاد ناستې تر سره کړې او د سمندري چارو په اړه يې د نظريو هراړخيزې او ژورې تبادلې کړې دي.
روان کال د چين او جاپان ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليک له ۴۵مې کليزې سره برابر دی.
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د مشرانو د ګډو نظريو تر لارښوونې لاندې به ياد تړون ته وفادار پاتې کيږي، د څلور فقره ييز ګډو اصولو په اساس به د خبرو اترو له لارې د سمندري چارو توپيرونه حل او د سمندري چارو خپلمنځي همکارۍ به پياوړې کوي او د ختيځې سمندرګي د سولې او همکارۍ او د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره به ګډې هڅې کوي.