((د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ )) د سند په مناسبت د چين د بهرنيو چارو وزارت څرګندونې
CMG2023/04/12 19:49:03
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویبپاڼې د اپرېل په ۱۲مه نېټه ((د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ )) سند خپور کړ. د دغه وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې افغانستان په کليدي پړاو کې قرار لري. چين دغه سند په هراړخيز او سيستماتيک ډول د خپلو تګلارو او نظريو د بيانولو او د افغانستان د ثبات او له دغه هېواد سره د مرستو په چارو کې د نړيوالې ټولنې او سيمې د هېوادونو د ګډو نظريو او هڅو د راغونډولو لپاره جوړ او خپور کړی دی.

وانګ ون بين زياته کړه، د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه به د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه په ازبکستان کې تر سره شي. چين غواړي د افغانستان د نورو ګاونډيو هېوادونو په شمول له نړيوالې ټولنې سره همغږي او همکاري پياوړې کړي، په دغه هېواد کې د ثبات او پرمختګ زمينې برابرولو لارې لپاره له دغه هېواد سره مرستې وکړي او د دې سيمې د دايمي امنيت او سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.