د چين بهرنيو چارو وزارت د اپرېل په ۱۲مې نېټې د افغانستان مسئلې په اړه خپل دريځ څرګند کړی دی.
چين او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو د خلکو دوستي لرغونی تاريخ لري.
په اوسني وضعيت کې د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ دا دی:
۱ـ چين د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته پوره درناوی لري، د افغانانو د خوښۍ انتخاب، ديني عقیدې او ملي دودونو ته احترام کوي.
چين به هيڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او نه به هم په دغه هېواد کې خپلې شخصي ګټې او د نفوذ سيمه وپلټي.
۲ـ چين د افغانستان ملاتړ کوي، چې په سياسي چارو کې نرمې، ثابتې او سالمې تګلارې غوره او پلې کړي.
۳ـ چين د افغانستان له سولې او بيارغونې څخه ملاتړ کوي.
۴ـ چين د افغانستان ملاتړ کوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې کلکه او اغېزمنه مبارزه وکړي.
۵ـ چين په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د څواړخيزې همکارۍ غوښتنه کوي.
۶ـ چين په افغانستان کې له ترهګرۍ، بيلتون غوښتنې او افراطيت سره د مبارزې په پار د نړيوالو همکاريو غوښتنه کوي.
۷ـ چين له امريکا څخه بیا بیا غوښتي، چې د افغانستان د ناخوالو مسئوليت باید پرغاړه واخلي.
۸ـ چين په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې او نفود سره مخالفت کوي.
۹ـ چين به د افغانستان مسئلې په اړه نړيوالې او سيمه ييزې همغږۍ پياوړې کړي.
۱۰ـ چين به د بشر دوستۍ او ګډوالو مسئلو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.
۱۱ـ چين د نشه يي توکو د مخنيوي په پار د افغانستان له هڅو ملاتړ کوي.