کوريا جمهوريت د جاپان لخوا د دوکدو ټاپوګانو د حاکمیت له ادعا سره ټينګ مخالفت وښود
CMG2023/04/12 13:59:46
شريکول:

د کوريا جمهوریت بهرنيو چارو وزارت د اپرېل په ۱۱مې نېټې په دغه هېواد کې د جاپان لوی سفیر ناوکي کوماتاني احضار کړی او د جاپان د حکومت د ډيپلوماسۍ شين کتاب په اړه يې ورته سخت احتجاج او له هغه متن سره یې سخت مخالفت څرګند کړی، چې د دوکدو ټاپوګان يې پکې خپل حاکميت بللی دی.

د کوريا جمهوريت بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې د دوکدو ټاپوګان د تاريخ، جغرافیې او نړيوالو قوانينو له مخې د خپلې خاورې برخه بللي او د جاپان په ډيپلوماسۍ شين کتاب کې د دغو ټاپوګانو د حاکميت له ناسمې ادعا سره يې ټينګ مخالفت ښودلی دی.

په اعلاميې کې یې له جاپان غوښتي، چې سمدستي خپل بیانونه بېرته واخلي، ګني د دوکدو ټاپوګانو په اړه ناسم دريځ به یې پر اړيکو منفي اغېزې وکړي.