سي اېم جي د چين د هوا جونګ د ساينس او ټکنالوژۍ پوهنتون سره همکاريز تړون لاسليک کړ
CMG2023/04/12 15:46:07
شريکول:

چين ميډيا ګروپ(CMG) د اپرېل په ۱۲مې نېټې د چين د هوا جونګ د ساينس او ټکنالوژۍ پوهنتون سره د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو چوکاټي تړون لاسليک کړ.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتو مرستيال وزير او د چين ميډيا ګروپ مشر شينګ های شيونګ او د ياد پوهنتون د ګوندي کميټې منشي لي يوان يوان د ياد تړون د لاسليکولو په مراسمو او د چين ميډيا ګروپ او د هوا جونګ د ساينس او ټکنالوژۍ د معلوماتي زېرمې د ګډ څيړنيز مرکز او د دواړو خواوو د انټرنټي خونديتوب د ګډ څيړنيز مرکز په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.

د ياد تړون له مخې، دواړه خواوې به په ګډه د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو له لارې په معلوماتي او امنیتي برخو کې يو همکاريز ډګر جوړ او اړوندې څېړنې به وکړي او د ساينسي او تخنيکي لاسته راوړنو لپاره به هڅې وکړي.