نړیوال وجهي صندوق: سږ کال به د چین اقتصادي پرمختګ 5.2 سلنې ته ورسېږي
CMG2023/04/12 11:28:41
شريکول:

نړیوال وجهي صندوق د اپرېل په ۱۱مې نېټې د نړیوال اقتصاد د وړاندوینې تازه راپور خپور کړی او اټکل یې کړی، چې د چین د اقتصاد سږنی پرمختګ به 5.2 سلنې ته ورسېږي او د نړیوال اقتصاد د سمسورتيا لپاره به هڅونکی رول ولوبوي. 

د یاد صندوق اقتصادي مشاور او د څېړنیزې ادارې مشر پیری اولیویر ګورینچس په همدې ورځ یوې خبري ناستې ته ويلي، چین د کرونا وبا ضد تدبیرونه تنظیم کړي او اقتصاد يې په چټکۍ د عادي کېدو په حال کې دی.

نوموړي د چين سږنی اقتصادي پرمختګ د نړیوال اقتصاد لپاره ښه خبر بللی او په وينا يې، د چين د اقتصاد زياتوالی به د نړیوال اقتصاد څرخ واړوي او د زیاتېدو لپاره به یې مهم رول ولوبوي. 

په یاد راپور کې اټکل شوی، چې د نړیوال اقتصاد سږنی پرمختګ به 2.8 سلنه وي او دغه شمېر يې د پخوانۍ وړاندوینې په نسبت 0.1 سلنه ټيټ ښودلی دی.

 (هیله)