بای جياو کلی د چين د ګوانګ دونګ ولايت د ماو مينګ ښار د ګاو جو ګن ځه علاقه دارۍ کې دی او مساحت يې ۵،۲ کيلومتره مربع ښودل شوی دی او د دغه هېواد د کليوالي سيلانۍ مشهورو ځايونو کې شمېرل کيږي او د ځنګلونو کلی هم دی.
بای جياو کلي کې د ليچي (litchi) مېوو د روزلو تاريخ تر ۲ زرو کلونو رسيږي او اوسمهال ۴۵۳،۳ هکتاره ځمکې کې يې د دغې مېوې روزنیزې چارې روانې دي.
بو جياو کلي کې د مېوو د پراخو بڼو سربېره، د مېوو د چمتو کولو صنعت، الکترونيکې سوداګرۍ او سيلانيزو چارو هم پرمختګ موندلی او د کليوالوعايدات يې زيات شوي دي.
د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د بو جياو کلي د خلکو منځني عايدات شاو خوا ۵۱ زره يوانه وو.