د چین چاپېریال ساتنې وزارت د اپرېل په ۱۱مې نېټې خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د اقلیمي بدلون ضد د لومړۍ ډلې مرستندویه توکي پرمختيايي هېوادونو ته ولیږدوي.
یاد وزارت په همدې ورځ پرمختيايي هېوادونو ته د اقلیمي بدلون ضد د مرستندويو توکو د لیږدولو په پار ځانګړي مراسم تر سره کړي دي.
ياد وزارت ويلي، چې هېواد به یې له کستاریکا سره د ۶ برېښنايي بسونو مرسته وکړي او د دغه هېواد د زرغون پرمختګ د ټرانسپورتي چارو پرمختګ به وهڅوي او برسیره پر دې، کیریباس سره به د لمریزې بېټرۍ د برېښنا تولید ۵ زره سیسټمونه او ۳ سوه ټنه سمنټ مرسته او له بوتسوانا سره به د هوا پېژندنې د سپوږمکۍ سیسټم مرسته وکړي.
(هیله)