د فرانسې د اقتصاد او ماليې وزير: اروپا خپلواکې مفکورې ته اړتيا لري
CMG2023/04/12 14:44:42
شريکول:

د فرانسې د اقتصاد او ماليې وزير برونو لي مايري د اپرېل په ۱۱مې نېټې په يوه راډيويي پروګرام کې ويلي، چې اروپا باید نه يوازې په اقتصادي، نظامي او پولي برخو کې، بلکې په فکر کې دې هم خپلواکي ترلاسه کړي.

نوموړي ويلي، چې اروپا باید په عمده توګه د اقتصاد او پولي په برخو کې خپلواکې ستراتیژیکې مفکورې ولري او له امريکا سره باید يو اند او يوه ژبه ونه ساتي.