ناپېژندو وسله والو د نایجریا په جنوب ختیځ کې ۱۳۴ ملکي وګړي وژلي
CMG2023/04/12 14:45:26
شريکول:

د نایجیريا د جنوب ختیځ بينوي ایالت والي التوم د اپرېل په ۱۰مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې وسله والو په دې وروستیو کې د دغه ایالت په ګڼو سیمو کې بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

التوم د بینوي ایالت د مرکز مکردي په روغتونونو کې له ټپيانو لېدنه کړې او وروسته يې خبري رسنيو ته ويلي، چې ناپېژندو وسله والو د روانې میاشتې له پنځمې تر نهمې نېټې پورې د دغه ایالت پر څو کلیو بریدونه کړي، ۱۳۴کسان يې وژلي او ګڼ شمېر کورونه یې سوځولي دي.

د نایجیریا د ولسمشر دفتر د نهمې نېټې په شپه په یوې بیانيې کې ويلي، چې ولسمشر بوهاري د وسله والو جنایتونه په کلکه غندلي او له اړوندو ادارو يې غوښتي، چې بريدګر ژر ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري او هم د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره دې لاس په کار شي. (ژباړه: شکريه)