د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په يوولسمه نېټه د ګوانګ دونګ ولايت ماو مينګ ښار ته لاړ او هلته يې د بو جياو کلي د ليچي(litchi) مېوو له بڼ او د لونګان (longan) او ليچي مېوو له مسلکي کوپراتيف څخه ليدنه وکړه او د ځايي ځانګړو مېوو د روزنې چارو د پرمختګ او د کليوالي سيمو د سمسورتيا د پياوړتيا په اړه يې معلومات تر لاسه کړل.
شي جين پينګ د ځايي کليوالو د هغو هڅو ستاينه وکړه، چې د ليچي د ځانګړو صنعتي چارو له لارې يې د کلي سمسورتيا پياوړې کړې. نوموړي دې ته اشاره وکړه، چې دغه ځای د ليچي مهمه روزنيزه سيمه ده او دا سيمه د ليچي د روزنې ځانګړتيا او وړتيا لري او دغه چارې د کليوالو د ګډ شتمنتوب او د کليو د سمسورتيا د پياوړتيا اغېزمن اقدامات دي. د کليو ځانګړې صنعتي چارې روښانه راتلونکی لري.