ملګرو ملتونو د نړيوالې ښوونې په اړه غونډه ترسره کړې
CMG2023/04/12 13:58:48
شريکول:

د ملګرو ملتونو د نفوس او پرمختګ کمېټې ۵۶مه غونډه د اپرېل په ۱۰مې نېټې د دې سازمان په مقر کې تر سره شوه او منځپانګه يې د نړۍ په نفوس، ښوونې او دواملرونکي پرمختګ ورټوله وه او برخوالو يې د نړيوالو ښوونيزو چارو د موخې د پوره کولو په پار بحثونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دایمي مرستیالې امینه محمد د یادې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته ويلي، چې ځينو هېوادونو د ښوونې په برخه کې ژمنې کړي او لاسته راوړنې هم لري، خو بیا هم په نړۍ کې له ۲۶۰ میلیونو څخه زیات ماشومان او ځوانان له زده کړو بې برخې دي.

نوموړې ويلي، چې ډېر زده کونکي د بېوزلۍ له امله نشي کولی هغه څه زده کړي، چې ورته په راتلونکې کې اړتيا لري او دا یې د اندېښنې وړ بللې ده.

امینه محمد د ښوونې د اوسني سیسټم د اصلاحاتو غوښتنه کړې او په وينا يې، د نړۍ ټول ماشومان او ځوانان باید د لوړ کیفیت ښوونې ته لاسرسی او لاسته راوړنې ولري.

نوموړې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د لوړ کيفيت زده کړو او ټولشموله ښوونې ټيڼګار کړی او په وينا يې، ښځې باید وهڅول شي، چې د ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضي په ساحو کې پرمختګ وکړي.