د نړیوال بانک مشر ډاوېډ ملپاس د اپرېل په ۱۰مې نېټې ویلي، چې نړیوال اقتصاد به سږ کال کمزوری وي، خو چین به یې د پرمختګ یوه ښه نمونه وي او اټکل يې کړی، چې د چین د سږني کورني تولید ارزښت به له ۵ سلنې پورته شي.
نوموړي په همدې ورځ د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک د سږنۍ پسرلنۍ غونډې په يوې انلاين ناستې کې ویلي، چې چین د کرونا وبا ضد تدبیرونو په تنظیمولو سره د خپل هېواد او نړیوال اقتصاد پرمختګ هڅولی دی.
ډاوېډ ملپاس زياته کړې، د چین په بېلا بېلو برخو کې زياتې ملکي پانګونې شوې او حکومت يې د خدماتو په تېره بیا د روغتیايي او سیلانیزو چارو پرمختګ د هڅولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.
نړیوال بانک په تېر مارچ کې د ختيځې اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي وضعیت په اړه هم راپور خپور کړی، چې پکې يې د چین د سږني اقتصادي پرمختګ انډول ۵ اعشاریه ۱ سلنې ته لوړ کړی او په تېرې جنورۍ کې يې دغه شمېر ۴ اعشاریه ۳ سلنه ښودلی، خو اوسنی اټکل یې نور هم پورته کړی دی.
(هیله)