چین: نړيواله ټولنه دې د سیاسي جغرافیايې د جوړونې په پار د وسلو لېږد سره کلک مخالفت وکړي
CMG2023/04/12 11:34:30
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستيال دایمي استازي ګنګ شوانګ د اپرېل په ۱۰مې نېټې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د سیاسي جغرافیايې د جوړونې په پار د وسلو له لېږد سره کلک مخالفت وکړي.

نوموړي په ټينګار ويلي، چې نړیواله ټولنه باید د وسلو له لېږد وروسته په سیمې کې د شخړو له امله پر رامنځته شوي وضعيت او بدو اغېزو په اړه جدي فکر وکړي او لوړه پاملرنه ورته واړوي.

ګنګ شوانګ په همدې ورځ د وسلو او نظامي تجهیزاتو د لېږولو په اړه د امنیت شورا په یوې مباحثوي غونډې کې له بېلا بېلو هېوادونو او په تېره بیا د نظامي ځواک درلودونکو هېوادونو څخه غوښتي، چې د وسلو د لېږد په برخه کې مسئولانه رویه غوره کړي او د وسلو صادرولو له لارې دې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه پای ته ورسوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې، چې ښايي اشاره يې امريکا ته وي، ويلي، یوه پیاوړي پوځي ځواک لرونکي هېواد د وسلو صادرولو نرم تدبیرونه نیولي او له اوږدې مودې راهیسې پر غیرحکومتي ډلو وسلې او نظامي تجهیرات پلوري او تېر کال يې د وسلو د صادراتو اندازه د ګردې نړۍ نږدې ۴۰ سلنه نیولې ده.

هغه په اشارې ويلي، چې دغه هېواد له نورو هېوادونو سره د اټومي اوبتل همکارۍ کوي او پر ځينو يې د وسلې جوړونې په کچه غني شوي یورانیم پلورلي دي او په وينا يې، دغه هېواد په ډيپلوماتیکو اعلامیو کې له خپلو ژمنو څخه سرغړونه کړې، د نورو هېوادونو حاکمیت يې چېلنج کړی، په سیمې کې شخړې راپورته او وضعیت ترینګلی کوي او په خبره يې، نړیواله ټولنه  باید پر وړاندې کلک مخالفت وکړي.

(هیله)