چين ګانګ د ملګرو ملتونو له مرستيال سرمنشي ډيکارلو سره وکتل
CMG2023/04/12 11:08:02
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د اپرېل په ۱۱مې نېټې په بېجينګ کې د ملګرو ملتونو د سياسي او د سولې جوړونې چارو له مرستيال سرمنشي ډيکارلو سره کتلي دي.

چين ګانګ له نوموړي سره په خبرو کې د چين او ملګرو ملتونو ترمنځ همکارۍ نه يوازې يو د بل، بلکې د ټولې نړۍ په ګټه بللې دي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د وړاندې شوي د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو وړانديز تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو په چارو کې پوره ونډه لري، خپل نړيوال مکلفيتونه پوره کوي، د وحدت او همکاريو ادعا کوي او نړۍ ته يې عامه توليدات هم برابروي.

نوموړي ويلي، چين د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو مفکوره په واقعیت د بدلولو هڅې کوي او په وينا يې، د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه او د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا پېل لپاره د چين منځګړيتوب او حتی د اوکراين مسئلې په اړه د سوله ييزو خبرو اترو په اړه د چين لايحه د يادې مفکورې ښه څرګندويي کوي.

چين کانګ زياته کړې، هېواد به یې په نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې د رغنده رول په لوبولو کې له ملګرو ملتونو څخه ټينګ ملاتړ وکړي او د نړيوالې سولې د ساتلو او د ګډ پرمختګ د پرمخبېولو په برخه کې به د ملګرو ملتونو يو باوري همکار پاتې شي.

ډيکارلو له ملګرو ملتونو سره د چين د همکاريو لوړه ستاینه او مننه کړې او د نړيوالې سولې او امنيت د ټينګښت په برخه کې يې د چين د خدمتونو هرکلی کړی دی.

نوموړي ويلي، ملګري ملتونه به له چين سره همکارۍ ژورې کړي او د نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو د حل لپاره به ورته لا زياتې لارې چارې برابرې کړي. (ژباړه: شکريه)